رچرډ کېمپ وایی چې شهزاده هیري د ۲۵ طالبانو د وژلو په اړه د بیان ورکولو ناسمه پرېکړه کړې ده

باغی ټي وي رپورټ
پخواني برتانوي قومندان دغه غبرګون د شهزاده هري د ۲۵ طالبانو د وژلو په اړه غبرګون مخې ته راغلې دی.
د برتانیې شهزاده هیري په خپل راتلونکي ژوندلیک ‘سپیر’ کې څرګنده کړې چې په افغانستان کې یې د ماموریت پر مهال شپږ هوايي ماموریتونه کړي او ۲۵ ملکي افغانان یې وژلي دي.
شهزاده هیري په خپل کتاب کې لیکلي چې په افغانستان کې یې د اپاچي چورلکې پیلوټ په توګه ۲۵ کسان وژلي دي.
په افغانستان کې د برتانیې پخواني قوماندان ریچارډ کیمپ د شهزاده هیري د ۲۵ طالبانو د وژلو په اعتراف باندې غبرګون ښودلی دی.
د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، رچرډ کېمپ په یوه بیان کې ویلي چې شهزاده هیري د ۲۵ طالبانو د وژلو په اړه د بیان ورکولو ناسمه پرېکړه وکړه او د هغه شهرت ته یې زیان رسولی.هغه وویل چې هیري له دې وینا وروسته خپل امنیت له خطر سره مخ کړی، د ده دا څرګندونې ښايي خلک غچ اخیستو ته وهڅوي.
بل خوا د بريتانيا د دفاع وزارت وياند ويلي، چې د امنيتي دلايلو له مخې د يادو عملياتو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه شي ويلاى، خو لومړي وزير ريشي سونک هم د ۲۵ طالبانو د وژل کېدو په اړه له څه ويلو ډډه کړې ده.
تر دې مخکې د طالبانو د مشر انس حقاني د څرګندونو په اړه د برتانیې د شهزاده هیري د ۲۵ افغانانو د وژلو په اړه هم غبرګون ښودل شوی و.






