د خبر ټک په نوم یوې هندي رسنۍ د یوې ۲۰ د قیقه یې ویډیو په خپرولو سره ادعا کړې، چې هېواد یې د اسلامي امارت په رهبرۍ د افغان سرپرست حکومت پر وړاندې د احمد مسعود په مشرۍ د تش په نوم مقاومت جبهې ملاتړ کوي

د خبر ټک په نوم یوې هندي رسنۍ د یوې ۲۰ دقیقه یې ویډیو په خپرولو سره ادعا کړې، چې هېواد یې د اسلامي امارت په رهبرۍ د افغان سرپرست حکومت پر وړاندې د احمد مسعود په مشرۍ د تش په نوم مقاومت جبهې ملاتړ کوي

 

دا هم ولولئ:
له چينایي او ترکي شرکتونو سره د برېښنا د هوکړه ليکونو موضوع تائید شوه
ذ.مجاهد: افغان ځواکونو کابل کې د خوارجو دوه مهمو ځالو کې ۷ تنه ژوندي نیولي او ۷ تنه نور ووژل شول
پاکستان: کله به هم پر افغانستان برید ونه کړو

دغې رسنۍ په خپل راپور کې ځینې نورې بې بنسټه خبرې هم کړې دي د رسنۍ په خبره د افغانستان مرستیال لومړي وزیر “ملا برادر اخند” د امریکا ولسمشر “جوبایډن” سره تلیفوني خبرې کړې دغه راز دغې رسنۍ د افغانستان د کورنیو چارو وزیر “ملا سراج الدین حقاني” تورن کړی، چې د پاکستان ملاتړ ورسره دی او لکه تل یوځل بیا یې طالبان په دوه ډلو ویشلي دي حال دا چې “اسلامي امارت” طالبانو بیا بیا دغه ډول څرګندونې بې بنسټه بللي دي او په عمل کې هم یې ښودلې ده چې اسلامي امارت د یو رهبر تر قیادت لاندې فعالیت کوي او ډلې ټپلې پکې نشته.

د خبر ټک په نوم دغه هندي رسنۍ چې د هندوستان د حکومت ملاتړې بلل کېږي په خپل راپور کې ادعا کړې ده چې د طالبانو ترمنځ اختلافات پیدا شوي او ګواکې چې دغه اختلافات به بې اعتمادي پیدا کړي او په افغانستان کې به د کورنۍ جګړې سبب وګرځي؛ خو د کار پوهانو په خبره ځمکني حقایق بیا تر دې ډېر بدل دي د اسلامي امارت په مینځ کې مخالفتونه نه شته او د تش په نوم مقاومت جبهې او داعش وسله وال، چې د کورنۍ جګړې د رامنځته کولو هڅه کوي د امنیتي ځواکونو له لوري په پوره ځواک سره ځپل شوي او له منځه وړل شوي دي.

دغې هندي رسنۍ دغه راز یوه بله خندونکې خبره هم کړې هغه دا چې احمد مسعود او امرالله صالح په پنجشیر کې شتون لري او د افغان حکومت پر خلاف جګړه رهبري کوي؛ خو حقیقت دا دی چې د پنجشیر په ګډون د افغانستان پر ټولو سیمو اسلامي امارت پوره ولکه لري او هېڅ امکان نه شته چې د حکومت لوړ پوړي مخالفین دی د هیواد په کومه سیمه کې شتون ولري.

د ویلو ده چې د اسلامي امارت په رهبرۍ افغان حکومت بیا، بیا ویلي، چې له ټولې نړۍ سره د متقابل احترام په چوکاټ کې دوستانه اړېکې غواړي او تل یې ډاډ ورکړی، چې هېچا ته به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د کوم هېواد پر ضد وکاروي؛ خو له هغه وروسته چې اسلامي امارت واک ته رسیدلی، د هندي رسنیو په ګډون یې پر وړاندې د نړۍ له لر او بر څخه ځینو رسنیو او تش په نوم د بشري حقونو ادارو د مخالفت غږونه پورته کړي، چې د کار پوهانو په اند د اسلامي امارت مخالفین هڅه کوي په دغه ډول راپورونو د افغان ملت ترمنځ اختلافات او کرکه رامنځ ته کړي.
د خبر ټک هندي رسنۍ پارونکې ویډیو دې لینک کې کتلی شئ….