د ریلوې وزیر خواجه سعد رفیق ویلي دي چې د عمران خان حرکتونه داسې نه دي چې انتخابات په خپل وخت ترسره شي

0
234

باغی ټي وي رپورټ
د ریلوې وزیر خواجه سعد رفیق ویلي دي چې د عمران خان اقدامات او حرکتونه داسې نه دي چې انتخابات په خپل وخت ترسره شي، که اقتصاد ښه شي نو انتخابات به کیږي.

لاهور ماډل ټاؤن کښې ميډيا سره خبرو کښې خواجه سعد رفيق وويل عمران خان که په خپل وخت انتخابات غواړي نو سياسي ثبات دې رامنځته کړي.
هغه وويل چې دوه صوبې او دوه رياستي حکومتونه ورسره دي او ددې باجود کار نه کوي، وفاقی وزیر اوویل چې پرېږدئ چې پخپله هم کار وکړي او مونږ هم کار ته پریږدي.

خواجه سعد رفیق ویلي چې په امریکا کې روزویلټ هوټل او په پاکستان کې هیڅ هوايي ډګر نه شخصي کیږي.

هغه وويل چې د اورګاډي نوې کوچونه به په روانه مياشت کې د اورګاډي د عملياتو برخه شي.

Leave a reply