د کراچۍ په بلاول هاؤس کې د واکمن ائتلاف غونډه چې د متحده قومي موومنټ (ایم کیو ایم) پاکستان د تحفظاتو په اړه تابیا شوې وه ، پای ته ورسېده.

0
98

باغی ټي وي رپورټ
د کراچۍ په بلاول هاؤس کې د واکمن ائتلاف غونډه چې د متحده قومي موومنټ (ایم کیو ایم) پاکستان د تحفظاتو په اړه تابیا شوې وه ، پای ته ورسېده.

د کراچۍ په بلاول هاؤس کې د ایم کیو ایم او نورو حکومتي اتحادیو سره غونډه شوې چې پکې وفاقي وزیر رانا ثناءالله، ملک احمد خان، د سندهـ وزیر اعلی مراد علي شاه او شرجیل میمن ګډون کړی وو.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د اصف زرداري په مشرۍ د ايتلافي ګوندونو د مشرانو غونډه بې نتيجې پای ته ورسېده.
سرچينې وايي په غونډه کې د ايم کيو ايم او پيپلز پارټۍ ترمينځ د حلقه بندۍ په معامله کوم پرمختگ نۀ دى شوى، ايم کيو ايم پاکستان د حلقو په مسله په خپل دريځ ولاړ دى.

د سندهـ حکومت قانوني ډلې بريفنګ کې وويل چې په سمدستي توګه حلقه بندي کول ممکن نه دي، څلور مياشتې وخت نيسي، په کراچۍ او حيدراباد کې د بلدياتي انتخاباتو لپاره د اليکشن کميشن فشار دی.

دسرچينو له مخې ايم کيو ايم وايي چې د سندهـ د ستونزو دايمي حل غواړي، نه سياست، له همدې امله د اوسني ائتلافي حکومت برخه شوه.
د وفاقي حکومت پلاوي به وزيراعظم ته د ملاقات په مهال د خبرو اترو په اړه معلومات ورکړي او تمه ده چې د وزيراعظم نمائنده به د پلاوي د بريفنګ نه پس آصف زرداري سره رابطه کوي۔

سرچينې وايي، له غونډې وروسته گورنر سندو او د ايم کيو ايم يو شمېر مشران له ميډيا سره له خبرو کولو پرته بلاول هاؤس ته لاړل.

سرچينې وائي نن د ايم کيو ايم اؤ پيپلز پارټۍ ترمينځ بله ليدنه هم امکان لري.بل لوري ته دسرچينو ترمخه د ايم کيو ايم جنرل ورکرز غونډه کې به دحکومت څخه دجگړې پشمول په نورو آپشنونو دکارکوونکو نظرونه اخستل کيږي.ياده دي وي چي متحده قومي موومنټ د بلدياتي انتخاباتو او حلقه بندئ په اړه تحفظات څرګند کړي دي۔

Leave a reply