د پاکستان د تحریک انصاف د پخواني مشر فیصل واوډا له خوا خالي شوې د سېنېټ د څوکۍ لپاره د انتخاباتو مهالویش اعلان شو

0
91

باغي تي وي رپورټ
د پاکستان د تحریک انصاف د پخواني مشر فیصل واوډا له خوا خالي شوې د سېنېټ د څوکۍ لپاره د انتخاباتو مهالویش اعلان شو. اليکشن کميشن د فيصل واوډا په خالي شوې څوکۍ د انتخابي شيډول جاري کړې دې چې پکښې د سندهـ نه د سېنېټ جنرل سيټ د فيصل واوډا د استعفې له وجې خالي شوې دې۔
اليکشن کميشن وايي د سينيټ څوکۍ لپاره به د جنورۍ له 5مې نيټې نه تر 7مې نيټې پورې د نامزدګۍ کاغذونه جمع کولې شي او د نامزدګۍ کاغذونو جانچ به د جنورۍ په 12مه نيټه کيږي۔
د اليکشن کميشن ترمخه د نامزدګۍ کاغذونه به د جنورۍ تر 20مې نيټې پورې واپس کولې شي او ووټونه به د جنورۍ په 25مه نېټه د سنده اسمبلۍ په ودانۍ کښې کولې شي۔ ياده دې وي چې سپريم کورټ د دوه ګوني تابعيت په مقدمه کې فيصل واوډا تر ۲۰۱۸م کال پورې د پنځو کلونو لپاره نااهله ګرځولی وو او د سېنېټ له څوکۍ يې د استعفا امر کړی و.

Leave a reply