په ملګرو ملتونو کې د فلسطیني سیمو د اسرائیلو له لوري قبضه کولو پر ضد قرارداد د رایو په اکثریت منظور شوې دې.

0
70

باغی ټي وي رپورټ
په ملګرو ملتونو کې د فلسطیني سیمو د اسرائیلو له لوري قبضه کولو پر ضد قرارداد د رایو په اکثریت منظور شوې دې.

د فلسطيني رسنيو د معلوماتو له مخې، د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د دغه پرېکړه ليک په حق کې ٨٧ رايې او په مخالفت کې ٢٦ رايې ورکړې، په داسې حال کې چې ٥٣ هېوادونه له رايې ورکولو څخه غير حاضر وو.
پاکستان، متحده عربي اماراتو، روسیې، چین او نورو مسلمانو هېوادونو د دغه پرېکړه لیک په حق کې رایه ورکړه، په داسې حال کې چې اسرائیل، امریکا، برتانیې او نورو اروپايي هېوادونو د پرېکړه لیک مخالفت وکړ.

هند، فرانسه او جاپان د هغو هیوادونو په ډله کې وو چې په رای ورکولو کې یې برخه نه وه اخیستې.

د یادولو وړ ده چې اسراییلو په ۱۹۶۷ کال کې د اسراییلو او عربو ترمنځ په جګړه کې اشغال شوی بیت المقدس ونیوله.په پریکړه لیک کې د عدالت له نړیوالې محکمې وغوښتل شول چې د اسرائیلو له خوا د فلسطیني خلکو د خپلواکۍ له حق څخه د سرغړونې، د فلسطیني خاورې د اشغال او اشغال د قانوني پایلو په اړه نظر ورکړي.

Leave a reply