د لاهور ضلعې انتظاميې د نان روټۍ په نرخونو کې د زياتوالي څخه انکار کړې دې

0
155

باغی ټي وي رپورټ
لاهور: ضلعې انتظاميې د نان روټۍ په نرخونو کې د زياتوالي څخه انکار کړې دې.

د ذرائعو ترمخه د نان بائ ايسوسي ايشن د نان او روټي قيمت زياتولو درخواست کړے وو، د تندور مالکانو غوښتل چي د نان قيمت 35 روپئ او د روټي قيمت 25 روپئ مقرر کړي۔

د تنورونو مالکان وايي، د اوړو د ۱۵ کیلو بورۍ بیه ۱۹۰۰ کلدارې او د یوې بورۍ ښه اوړو بیه ۱۰ زره ۸۰۰ کلدارې شوې ده.
د تندرونو خاوندان په دې اند دي، چې د اوړو د لوړ نرخ له امله په اوسنۍ بيه نان او روټۍ نه شي پلورلاى، نو بايد د بيو د لوړېدو اجازه ورکړل شي.

سرچينې وائي چې د لاهور انتظاميې د تندور مالکانو ته د ډوډۍ او روټۍ په نرخونو کې د زياتوالي اجازه نۀ ده ورکړې، په داسې حال کې چې ضلعي انتظاميې د نرخونو د زياتولو اجازت نۀ دى ورکړى او د نانبائې ايسوسي ايشن يوه غونډه رابللې ده.

سرچينې وايي، چې د نانبايي ټولنې په غونډه کې به د ډوډۍ او ډوډۍ د بيو پر زياتوالي غور وشي.

Leave a reply