بنیامین نتانیاهو د نومبر د لومړۍ نیټې په عمومي انتخاباتو کې له ګټلو وروسته د دریم ځل لپاره د اسراییل د وزیرعظم په توګه سوګند پورته کړو.

0
166

باغی ټي وي رپورټ
بنیامین نتانیاهو د نومبر د لومړۍ نیټې په عمومي انتخاباتو کې له ګټلو وروسته د دریم ځل لپاره د اسراییل د وزیرعظم په توګه سوګند پورته کړو.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې بنیامین نتانیاهو چې پرون د دریم ځل لپاره د اسراییلو لومړی وزیر شو، د ښي اړخو افراطي ګوندونو او یهودي ارتودوکس ګوندونو سره یو ځای نوی ایتلافي حکومت جوړ کړ.

بنیامین نتانیاهو له ۱۹۹۶ تر ۱۹۹۹ او له ۲۰۰۹ تر ۲۰۲۱ پورې د اسراییلو د صدراعظم په توګه دنده ترسره کړې.نتانیاهو د ۲۰۲۱ کال د جون په میاشت کې د فساد په تور له دندې ګوښه شو.

نتانیاهو چې په منځني ختیځ کې د سولې پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ بلل کېږي، په محکمه کې د فساد له تورونو سره مخامخ دی او پر ده لګېدلي تورونه یې رد کړي دي.

بل خوا په اسراييلو کې د نوي حکومت د جوړېدو په اړه د سپينې ماڼۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د امريکا ولسمشر جوبایډن وايي، چې د اسراييلو له نوي لومړي وزير نتنياهو سره کار کولو ته سترګې په لار دی.

Leave a reply