په اسرایل کښې د نوي حکومت د جوړولو په اړه د امریکا د ولسمشر جوبایډن بیان مخې ته راغلي دي

0
140

باغی ټي وي رپورټ
په اسرایلو کې د نوي حکومت د جوړولو په اړه د امریکا د ولسمشر جوبایډن څرګندونې مخې ته راغلي دي.

بنیامین نتانیاهو چې نن د دریم ځل لپاره د اسراییلو لومړی وزیر شو، هغوی د ښي اړخو افراطي ګوندونو او یهودي ارتودوکس ګوندونو سره یو ځای نوی ایتلافي حکومت جوړ کړ.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، په اسراییل کې د نوي حکومت د جوړېدو په اړه د سپینې ماڼۍ لخوا په خپره شوې اعلامیه کې د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي چې دی د اسراییلو له نوي لومړي وزیر نتنیاهو سره کار کولو ته سترګې په لار دی.هغه وویل چې د امریکا هدف د اسرائیلو له نوي حکومت سره په سیمه کښې د سولې د مهم کار دوام او د اسرائیلو له نوي حکومت سره د فلسطین او اسرائیلو ترمینځ د سولې لپاره کار ته دوام ورکول دي.

جوبایډن وویل چې متحده ایالات به د دوه دولتونو د حل ملاتړ ته دوام ورکړي او د هغو پالیسیو مخالفت به وکړي چې د دوه دولتونو د حل پایښت ګواښي.

Leave a reply