د کابل والي د سروبي ولسوالۍ له یو شمیر علماؤ او قومي مخورو سره د هغوی د ستونزو د اوریدلو په موخه کتلي.

0
110

د کابل والي د سروبي ولسوالۍ له یو شمیر علماؤ او قومي مخورو سره د هغوی د ستونزو د اوریدلو په موخه کتلي.

28 دسمبر 2022

 

د کابل ولایت مقام څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت والي شیخ محمدقاسم خالد دیاد ولایت د سروبي ولسوالۍ له علماء کرامو او مخورو سره ناسته ترسره کړه.

 

په یاده ناسته کې د سروبي ولسوالۍ دعلمأو شورا رئیس مولوي ګل محمد حقاني په خبرو کې د حاکم اسلامي نظام ملاتړ واجب وباله او خپلې ستونزې او وړاندیزونه یې د یاد ولایت له والي سره شریک کړل.

 

دوی ټولو د اسلامي امارت د نظام څخه خوښي څرګنده او د هر راز ملاتړ ډاډ یې ورکړ او تر څنګ د خپلو ستونزو د حل غوښتنه هم وکړه.

اړوند موضوعات

د کابل والي شیخ محمد قاسم د کوه دامن ولسوالۍ له قومي مخورو سره د هغوی د مشکلاتو د حل په موخه وکتل.

 

د کابل والي شیخ محمد قاسم ټولو ته د ښه راغلاست سربیره د هغوی ستونزې او وړاندیزونه واوریدل او د هواري پوره ډاډ یې ورکړ.

Leave a reply