اروپایي ټولنه: له افغانستان سره د خپلو مرستو په دوام له سره بیا غور کوو او ا.ا دې پر ښځو بندیزونه لرې کړي.

اروپایي ټولنه: له افغانستان سره د خپلو مرستو په دوام له سره بیا غور کوو او ا.ا دې پر ښځو بندیزونه لرې کړي.
27 دسمبر 2022
وروسته له هغې چې اسلامي امارت په غیر دولتي مؤسساتو کې د ښځینه کارکوونکو په دندو بندیز ولګولو، نو د نړۍ د بیلابیلو چارواکو او خیریه مؤسساتو له غبرګون سره مخ شول.
تازه اروپايي ټولنه وايي، له افغانستان سره د خپلو مرستو پر دوام به له سره غور وکړي، د یادې ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزېف بورېل دغه څرګندونې وروسته له هغه کوي چې اسلامي امارت په افغانستان کې غیر دولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه.
بورېل په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، د افغان سرپرست حکومت لخوا د نوي فرمان له مخې پر ښځو د کار او زده کړې بندیز له بنسټیزو بشري حقونو ښکاره سرغړونه او وېروونکې ده، نوموړي دا پرېکړه له ټولنې د ښځو د ایستلو یوه بڼه یاده کړې ده.
اروپايي ټولنې د افغانستان خلکو ته د بشر دوستانه مرستو او لومړنیو اړتیاوو د اصلي برابروونکي په توګه دغه بندیزونه په کلکه غندلي، او پر ا.ا یې غږ کړی چې، بشر دوستانه قوانینو ته د درناوي په موخه دې سم لاسي خپله پرېکړه بېرته واخلي.
اړوند موضوعات
اسلامي امارت: کورني او بهرني غیردولتي مؤسسې دې د خپلو ښځینه کارمندانو دندې تر امر ثاني وځنډوي.
اروپايي ټولنې ټینګار کړی چې ښځینه کارکوونکې نورو ښځو سره د مرستې په برخه کې مهم رول لري.






