اوکراین د فبرورۍ په میاشت کې روسیې ته په مشروط ډول د سولې د خبرو وړاندیز کړې دې
باغی ټي وي رپورټ
اوکراین د فبرورۍ په میاشت کې روسیې ته په مشروط ډول د سولې د خبرو وړاندیز وکړ.
د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر وايي، د سولې د خبرو لپاره باید په ملګرو ملتونو کې یوه سرمشریزه غونډه راوبلل شي، چې سرمنشي انتونیو ګوتریش یې منځګړیتوب کولی شي.
اوکراین غوښتنه کوي چې له خبرو اترو مخکې د عدالت په نړیواله محکمه کې له روسیې سره د جنګي جرمونو دوسیه مخ ته یوسي.د بله پلوه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر خا راجا ویلي دي چې په اوکراین او روسیه کې شاملې څلور نوې سیمې باید بې وسلې شي او د نازیانو نه پاکې شي او د روسیې امنیت ته ګواښونه باید له منځه یوړل شي.
د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، د ملګرو ملتونو عمومي منشي د روسیې او اوکراین په جګړه کې د منځګړیتوب لپاره چمتووالی ښودلی دی.د يادونې وړ ده، چې تر دې مخکې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين ويلي وو، چې روسيه د اوکراين د شخړې په اړه له ټولو خواوو سره خبرو ته چمتو ده، روسيې هېڅکله د سولې له خبرو ډډه نه ده کړې، يوازې اوکراين او لوېديځ هېوادونه له خبرو اترو وتلي دي.