په سندهـ کې د وزیرستاني ټرانسپورټرانو د تاوان لپاره د تښتونې په پېښو کې غیرمعمولي زیاتوالی راغلې دې

باغی ټی وی رپورټ
په سندهـ کې د وزیرستاني ټرانسپورټرانو د تاوان لپاره د تښتونې په پېښو کې غیرمعمولي زیاتوالی راغلې دې ،له لوړ پوړو چارواکو څخه د نوټس اخیستلو غوښتنه شوی ده.
د تفصيلاتو ترمخه د شمالي وزيرستان يو ټرانسپورټر لقمان ې د بهادر زوی دې جان ماچي خېل تيره شپه د سندهـ کشمور سره نزدې د کنډکوټ باي پاس نه د ډزو وروستو تښتول شوی دی. له پېښې وروسته موټر چلوونکو لاره تړلې ده.
له حکومته غوښتنه شوې چې د پښتونخوا او په ځانګړي ډول د قبایلي سیمو د ټرانسپورټرانو د ژوند او مال د خوندیتوب لپاره دې جدي اقدامات وکړي چې هلته کار کوي.






