واکمن ايتلاف د پروېز الهي د ناکامۍ لپاره بي پلان جوړ کړی دی

0
165

باغی ټی وی رپورټ
واکمن ايتلاف د پروېز الهي د ناکامۍ لپاره بي پلان جوړ کړی دی.

د تفصيلاتو ترمخه حکمران اتحاد د دسمبر په 23مه نېټه د پنجاب او خېبرپښتونخوا اسمبلۍ تحلیل کولو په اړه د عمران خان د تګلارې د ناکامولو دعوه کړې وه چې هغه د پلان اې کاميابي بللې وه خو اوس د قامي اسمبلۍ غړو سره د حتمي رابطې کولو منصوبه مکمله کړې ده. د پنجاب اسمبلۍ لي دا پلان بي نومولې ده.
سرچينې وائي چې دوزيراعظم شهباز شريف اؤ دمسلم ليگ(ق) مشر چوهدري شجاعت ترمينځ په وروستۍ ليدنه کې په ټيټه کچه په دغه پلان خبرې اترې شوي چې له مخې به يې دځينو غړو سره داړيکو بشپړيدل اؤ دپروېز الهي دحکمت په نږديوالي کې مثبتې نتيجې مخې ته راځي. ايتلاف: په ولسي جرګه کې د باور رايې د احتمالي ناکامۍ اصلي لامل دا دی چې د روابطو لپاره وړانديز شوي غړي د پنجاب له واکمن ګوندونو سره په تضاد کې دي.
دسرچينو ترمخه دغه کار به اصف زرداري، چوهدري شجاعت، جهانګير ترين اؤ دمسلم ليگ(ن) مهم مشران سرته رسوي اؤ ددغه منصوبې لاندې به داپوزيشن مشر حمزه شهباز دجنورۍ په 5مه نيټه هيواد ته ستنيږي.

واکمن اتحاد د صوبايي وزیر حسنین بهادر دریشک استعفی ردولو ته د پي ټي آئي او پروېز الهي تر منځ لنډمهاله جوړجاړي بللې ده.

Leave a reply