کوټه کوې په امنیتي سرتیرو برید، په شهيدانو کښي کيپټن فهد، لانس نائيک امتياز، سپاهي اصغر، سپاه مهران او سپاهي شمعون شامل دي

0
76

باغی ټي وي رپورټ
د بلوچستان په کوهلو ضلع کې د بارودي موادو د چاودنې له امله د یو افسر په ګډون ۵ عسکر وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) د معلوماتو له مخې، د بلوچستان د کوهلو ولسوالۍ په کاهان سیمه کې د پټو معلوماتو پر اساس د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې د ماین چاودنه شوې ده.
آئي ايس پي آر وئيلي دي چي په چاودنه کښي يو افسر او څلور فوځيان شهيدان شوي دي۔

آئي ايس پي آر وئيلي دي چي شهيدانو کښي کيپټن فهد، لانس نائيک امتياز، سپاه اصغر، سپاه مهران او سپاهي شمعون شامل دي۔

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د څانګې په وینا، د دښمن عناصرو بزدلانه اقدامات د بلوچستان امن او سوکالۍ ته زیان نه شي رسولی.بل خوا د ليويز چارواکو ويلي، چې په چاودنه کې شپږ کسان ټپيان شوي او روغتون ته لېږدول شوي، چې د پنځو ټپيانو حالت نازک دى.

د پيښي وروستو ليويز او نور قانون نافذ کونکي اهلکار موقعې ته رسيدلي او سيمه ئي کلابنده کړې ده۔

Leave a reply