عمران خان د پي ټی ایی مشرانو یوه مهمه غونډ راغوښتې ده

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف چيئرمين عمران خان د ميډيا سټراټيجي کميټۍ غونډه رابللې ده۔
دسرچينو ترمخه دغه غونډه به دعمران خان په مشرۍ کې په زمان پارک کې کيږي چې پکې دپي ټي ائي مرکزي اؤ دپنجاب مرکزي قيادت نن يو ځل بيا رابلل شوى دى. سرچينې وائي چې په دغه غونډه کې به دپنجاب د وزيراعلي د باور رايې اخستو تګلاره حتمي کړل شي.
دې نه علاوه وزيراعلي پرويز الاهي سره ملاقات شوې کميټۍ به نن عمران خان ته بريفنګ ورکوي۔ بل اړخ ته د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان هم د پارټۍ د قومي اسمبلۍ د غړو غونډه رابللې ده. فواد چوهدري وئيلي دي دغه غونډه به د دسمبر په 28مه نيټه په خېبرپښتونخوا هاؤس اسلام آباد کښې کيږي چې پکښې به د عمران خان پارټۍ غړي قومي اسمبلۍ ته په ويډيو لنک خطاب کوي۔ د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې به د ملي شورا د غړو د استعفاګانو په اړه پر تګلاره پرېکړه وشي.




