د پنجاب وزيراعلي چوهدري پروېز الهي د صوبايي وزير حسنين بهادر دریشک استعفا رد کړې

0
147

باغي ټي وي رپورټ
لاهور: د پنجاب وزيراعلي چوهدري پروېز الهي د صوبايي وزير حسنين بهادر دریشک استعفا رد کړې ده.
حسنین بهادر دریشک څو ورځې وړاندې په یوه غونډه کې خپله استعفا د پنجاب اعلا وزیر چوهدري پروېز الهي ته استولې وه. دسرچينو له مخې کله چې وزيراعلي له اجازې پرته خبرې اترې بندې کړې نو صوبايي وزير په غوسه شو او د استعفا ګواښ يې وکړو او غونډه يې پريښوده.
خو اوس داسې راپورونه دي چې د پنجاب اعلی وزیر د حسنین بهادر دریشک استعفا رد کړې او ویلي یې دي چې حسنین بهادر دریشک زما د کابینې یو له وړ وزیرانو څخه دی.
پرویز الٰهي وايي چې حسنین بهادر دریشک زما لپاره د مونس الهي په څیر دی، د حسنین بهادر دریشک کارکردګي ډیره ښه ده. د پنجاب اعلی وزیر وویل حسنین بهادر دریشک د صوبايي وزیر په توګه خپله څانګه په ښه توګه پرمخ وړي.

Leave a reply