وزيراعظم شهباز شريف د قائداعظم محمد علي جناح د زوکړې د ورځې په موقع وئيلي دي چې په هند کې مخ په زياتېدونکي مذهبي کرکه د دوه قومي نظريې صداقت ثابتوي

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف د قائداعظم محمد علي جناح د زوکړې د ورځې په موقع وئيلي دي چې په هند کې مخ په زياتېدونکي مذهبي نفرت د دوه قومي نظريې صداقت ثابتوي. د قائداعظم د ورځې په مناسبت خپل پېغام كښې وزيراعظم شهباز شريف ووئيل د قائداعظم په اصولو عمل كول هغه ته د خراج تحسين غوره لاره ده٬ پاكستان د قائداعظم په زرينو اصولو عمل كولو سره فلاحي رياست جوړولې شي۔ وزيراعظم شهبازشريف زياته کړې ده چې نن قوم ته د قائداعظم په اصولو عمل کول پکار دي، مونږ د داخلي بدامنۍ ختمولو سره د ملک پرمختګ لپاره شپه او ورځ کار کوو.
شهباز شريف وويل د قائداعظم ژوند د اصولو، آئيني مبارزې او سياسي بصيرت عکاس دى، د قائداعظم ژوند د ايمان، اتحاد او تنظيم د زرينو اصولو عملي مثال ؤ.
د پاکستان لومړي وزیر په خپل پیغام کې دا هم ویلي، چې په هند کې د مذهبي کرکې زیاتېدل د دوه ملتي نظریې اعتبار ثابتوي.





