صدر ډاكټر عارف علوي وزيراعظم شهباز شريف او چيف جسټس آف پاكستان عمر عطا بنديال ته خط ليكلي او د اګست په اتلسمه د مراد سعيد كور ته د وسله والو د ننوتلو مسله يې پورته كړې ده۔
باغي ټي وي رپورټ
صدر ډاكټر عارف علوي وزيراعظم شهباز شريف او چيف جسټس آف پاكستان عمر عطا بنديال ته خط ليكلي او د اګست په اتلسمه د مراد سعيد كور ته د وسله والو د ننوتلو مسله يې پورته كړې ده۔
د هېواد ولسمشر د مراد سعید پر ضد د شکایتونو د حل لپاره په لیک کې لیکلي، مراد سعید جدي تورونه لګولي او ویلي یې دي چې د مدینې پېښې په تړاو ټول هېواد کې جعلي ایف آی آر درج شوي، هغه هغه مهال په پاکستان کې و. سرغړونه
هغه زياته کړه چې مراد سعيد په ملاکنډ سوات کې دامن او نظم د خرابېدو مسله راپورته کړې، هغه ته د جدي عواقبو ګواښونه شوي، آئين هر کس ته په ټول ملک کې په ازادانه توګه د اوسېدو او تګ راتګ اجازه ورکوي. عارف علوي وويل چې د اګست په ١٨مه وسله وال کسان د مراد سعيد کور ته ننوتلي وو، پوليسو د پېښې ايف آئي آر درج نه کړ، نامعلومه کسان د مراد سعيد تعقيب کوي او د هغه د وژلو ګواښونه کوي، خو رياستي ادارې خپل کردار ادا کولو کې پاتې راغلي دي. ياده دې وي چې پخواني وفاقي وزير او د پاکستان تحريک انصاف مشر مراد سعيد د مشکوکو کسانو د تعقيب او ګواښونو په اړه ولسمشر عارف علوي ته ليک ليکلی و.