یو امریکایي دیپلومات: امریکا هڅه کوله د طالبانو ترمنځ نفاق واچوي خو بریالۍ نشوه

0
67

یو امریکايي ديپلومات: امریکا هڅه کوله چې د طالبانو ترمنځ نفاق واچوي؛ خو بریالۍ نشوه

یوۀ امریکايي دیپلومات ، د پوهنتون استاد او طالبانو سره  امریکا د مذاکراتي ټیم غړي او د نیویارک پوهنتون استاد بارنیټ روبین په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي چې د امریکا استخباراتو هڅه کوله چې د طالبانو تر منځ نفاق رامنځته کړي خو بریالي نشول.

 

 

(2021 / 10 / 2 نېټه باغي ټلویزیون)

یوۀ امریکايي دیپلومات ، د پوهنتون استاد او طالبانو سره  امریکا د مذاکراتي ټیم غړي او د نیویارک پوهنتون استاد بارنیټ روبین په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي چې د امریکا استخباراتو هڅه کوله چې د طالبانو تر منځ نفاق رامنځته کړي خو بریالي نشول.

نومړې طالبان یوه متحده ډله یاده کړې او ویلي یې دي چې سره دې چې امریکا ډیره هڅه وکړه طالبان سره بې اتفاقه کړي او دوی پرې بریالي شي؛ خو ونه توانېدل.

روبین زیاته کړې چې سره له دې چې د طالبانو تر منځ واړه اختلافات په ځینو موضاعتو ؤ  او د دوی دښمنانو غوښتل چې د دوی تر منځ درز پیدا کړي؛ خو ونه توانېدل ځکه دا یوه متحده ډله وه.

رړبین چې له یوې ترکۍ رسنۍ سره یې مرکه کوله ویي ویل چې ډیره هڅه وکړه دغه ډله سره وویشي خو بریالۍ نشوه.

نوموړي همداراز ویلي چې د سي آی اې یومیلیاردي ډالرو هغه پروژه هم ناکام شوه چې غوښتل یې د طالبانو تر منځ یو د بل پر ضد تبلیغات وکړي او دوی سره وپاشي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې هم یو شمېر رسنیو خبرونه ورکړي ؤ چې د طالبانو تر منځ قوي اختلافات شته؛ خو طالبانو بیا دغه راپورونه هر ځلي رد کړي دي.

Leave a reply