په کرم ضلع کې د کانونو د استخراج پر سر د دو قبیلو ترمینځ نښته روانه ده، چې د پاړه چمکني قبیلې په مورچه کښې مارټر مرمۍ د لګېدو له امله ۵ تنه وژل شوي دي

0
82

باغي ټي وی رپورټ

په کرم ضلع کې د کانونو د استخراج پر سر د دو قبیلو ترمینځ نښته روانه ده، چې د پاړه چمکني قبیلې په مورچه کښې مارټر مرمۍ د لګېدو له امله ۵ تنه وژل شوي دي. دپوليسو دڅرګندونو له مخې: د کانونو د استخراج پر سر د پنځو تنو له تښتولو وروسته د ډزو تبادله روانه ده. پرون د ولسوالۍ د ادارې او ځواکونو په هلو ځلو د جرګې له خوا ۵ تنه وژغورل شول، خو بیا ډزې پیل شوې. سرچینه زیاتوي، چې د ګنداو په سیمه کې د هاوان مرمۍ د یوې چاودنې له امله پنځه تنه وژل شوي دي. ډپټي کمشنر ضلع کرم واصل خان وايي چې د جرګې او خبرو اترو له لارې د ستونزې د هواري هڅې روانې دي.

Leave a reply