د سروسز هسپتال انتظاميې وئيلي دي چې د وزيراعظم عمران خان پخوانې خاص مرستيال شهباز ګل د سروسز هسپتال په وي وي آئي پي وارډ کښې موجود نه دې
باغي ټي وي رپورټ
د سروسز هسپتال انتظاميې وئيلي دي چې د وزيراعظم عمران خان پخوانې خاص مرستيال شهباز ګل د سروسز هسپتال په وي وي آئي پي وارډ کښې موجود نه دې۔
د هسپتال رجسټرار د سروسز هسپتال ایم ایس ته د میل په ذریعه خبر ورکړو او ویې ویل چې شهباز ګل د خپل معمول چیک اپ په مهال خپل وارډ ته لاړو نو موجود نه وو.
په پوسټ کې ویل شوي چې د شهباز ګل د هسپتال فایل او میډیکل ریکارډ په وارډ کې موجود نه وو او شهباز ګل د هسپتال نه د وتلو په مهال میډیکل یونټ ته خبر نه وو ورکړی. باید وویل شي چې شهباز ګل له څو ورځو راهیسې د لاهور په سروسز روغتون کې تر درملنې لاندې و. بل خوا په دې ورستيو کې د اسلام اباد ځايي عدالت د ادارو او د هغوي د مشرانو خلاف بغاوت ته د هڅولو په مقدمه کې د شهباز ګيل د ضمانتي گرفتارۍ وارنټ جاري کړی دی.