د فرانسې په پلازمینه پاریس کې د کردانو په کلتوري مرکز باندې یوه ښي اړخي انتها خوښي ډزي کړي چې له امله یې د یوې میرمنې په ګډون درې تنه وژل شوي دي

0
80

باغی ټي وي رپورټ
د فرانسې په پلازمینه پاریس کې د کردانو په کلتوري مرکز باندې یوه ښي اړخي انتها خوښي ډزي کړي چې له امله یې د یوې میرمنې په ګډون درې تنه وژل شوي دي.

د کردانو پر کلتوري مرکز د افراطي وسله والو په برید کې درې کسان ټپیان شوي هم دي، خو زړور کس په خپل وخت بریدګر کنټرول کړ او د نورو مرګ ژوبلې مخه یې ونیوله.
د پولیسو په وینا تورن نیول شوی دی، چې برید کوونکي تېر کال هم د سوډاني کډوالو پر کمپ په خنجر برید کړی و.

د پولیسو په وینا، کله چې تورن له زندانه خوشې شو، په پاریس کې یې یو ځل بیا ګډوډي رامنځته کړه.

د دغه برید پر ضد د کردانو د ټولنې د اعتراض په ترڅ کې په ښار کې د پولیسو او مظاهره چیانو تر منځ په اخ و ډب کې ۵ تنه افسران ټپیان شول، پولیسو د مظاهره چیانو د خورولو لپاره اوښکې بهونکی ګاز استعمال کړ.

Leave a reply