پاکستان د هند تورونه رد کړي

0
177

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په ویب پانړه یو خبرپانړه کښې ددې وزارت ویاند وایی چې د هند داسې تورونو چې د کنټرو ل په کرښه ی یو پاکستانۍ وسله وال نیول ردوی او دا ی د دروغو پروپیګنډه کړې ده.

دپاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایی چې هند دا پروپیګنډه او د دروغو خبرونه ځکه خپروي چې د نړۍ سترګي په هند کښې کشمیریانو سره ظلمونه کوي او هند د دروغو پروپیګنډۍ ځکه کوي چې دا ظلمونه پټ کړي او د نړۍ سترګې ددې ظلمونو نه واړوي.
په خبر پانړه کښې زیاتوي چې هند غواړي خپل غیرانساني اود ناوړه فعالیتونو نه د دنیا سترګې واوړی او د پاکستان په ضد بې بنیاده او د دروغو خبرونه خپاره کړي. د هند په جیلونو کښې په سوونو شمیر کښې بې ګناه کشمیریان قید دي او په دوي هندي فوځیان ظلمونه کوي، د کشمیري مسلمانانو ګناه څه ده؟ کشمیري مسلمانان د هند نه آزادي غواړي او د هند ظالم او جابر حکومت دوی ته آزادي نه ورکوي او د آزادي غوښتلو د سزا په توګه ی دوی په جیلونو کښې بند کړي دي .
په دې خبرپانړه کښې د وزارت ویاند لیکلي چې کشمیري ځوانان ی په جیلونو کښې بند کړي او هند نړۍ ته ښایی چې دا وسله وال دي او چې کله د نړۍ نه په هند دباو راشي نو بیا هند په بې بنیاده او جعلي عملیاتو کښې وسله او بارود ونیسي او ددې تورونه په کشمیرانو ولګوي چې دوی دلته ترهګري کوي.
یاده دې وي چې د پاکستان بد بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم بار بار بیانونه جاي کړي او نړي ته ی ددې ثبوتونه وړاندې کړي چې هند د پاکستان خلاف د دروغو پروپیګنډې کوي.
د هند یوه تازه د روغو پروپیګنډه د نیوزي لینډ ټیم ته د دروغو خبر لیږل وو چې د نیوزي لینډ ټیم ته د ترهګرو نه د امنیت مسله رامخې ته کیدۍ شي، او هم دغه شان د نیوزي لینډ ټیم د مقابله شروع کیدو په وخت د لوبه کولو نه انکار وکړ، د پاکستان وزیرداخله په یو خبري غونډه کښې اوویل چې هند د پاکستان بدنامولو لپاره ده کار وکړو ځکه دوی ته هیڅ د امنیت مسله نه وه.

Leave a reply