کورنګي کښي دوه ورځي دوران دوه ځوانان د سټريټ کرائمز په پیښو کښي وژل شوي دي

0
198

باغی ټي وي رپورټ
کراچي: کورنګي کښي دوه ورځي دوران دوه ځوانان د سټريټ کرائمز په پیښو کښي وژل شوي دي۔

د جيو نيوز د خبر له مخې، د چارشنبې په ورځ د کراچۍ ښار په کورنګي شپږمه سيمه کې يو اتلس کلن ځوان، چې د قيوم په نوم و، د غلو د مقاومت پر مهال په ډزو وژل شوى دى.

د وژل شوي کاکا عمر قریشي وايي، موږ سبزي پلورونکي یو، کله چې پېښه رامنځته شوه، وراره یې له کوره په موټرسایکل د وتلو په حال کې و، چې ډزې پرې وشوې، د ډزو اواز له اورېدو وروسته بهر راووت او وراره یې له کوره ووت. سخت ټپي شو، ما هڅه وکړه چې هغه پورته کړم خو هغه راپا نه څیدل.

بل لوري ته دپوليسو ترمخه دکورنګي په پنځمه ناحيه کې دوه ورځې وړاندې په سټریټ کرایمز کې ژوبل شوى يو ځوان مړ شوى دى.

د پولیسو په وینا، فیضان چې په ډزو کې ټپي شوی و، په یوه ځايي روغتون کې تر درملنې لاندې و او د چهارشنبې په ورځ یې ساه ورکړه.

دپوليسو وينا ده چې دوه ورځې وړاندې دکورنګي په پنځمه ناحيه کې په غلا کې ککړ يو ډاکو دسيمه ييزو خلکو لخوا وژل شوى ؤ اؤ پوليسو يو بل تورن په ژوبل حالت کې نيولى ؤ.

Leave a reply