د پاکستان د پوځ ویاند ویلي، له لویدیځې پولې د ترهګرۍ تازه څپې را اوچتیدلو ته به اجازه ورنکړل شي

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان د پوځ وياند میجر جنرال احمد شريف چوهدري وايي، له لوېديځې پولې د ترهګرۍ وروستۍ څپې ته به اجازه ورنه کړي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (آی ایس پي آر) مشر میجر جنرل احمد شریف چوهدري د جیو نیوز پروګرام آپ کی بات کې په خصوصی خبرو کې په بنو کې د سی ټي ډي په کمپاؤنډ باندې د برید په اړه د ترهګرو په ضد د عملیاتو په اړه تفصيلات وړاندې کړل او ویې ویل چې په تبادله کې. د سي ټي ډي کمپاؤنډ کښې ډزو کښې 25 ترهګر وژل شوي، 7 تسلیم شوي او 3 د تېښتې په مهال نیول شوي دي.
د پاکستان د پوځ ویاند تورنجنرال احمد شریف ویلي، هر هغه څوک چې زموږ پر ضد راځي، ورسره به چلند وشي.
په بنو کې کامیاب عملیات: ۲۵ ترهګر وژل شوي او ۷ تسلیم شوي، د پاکستان د پوځ ویاند
د دې نه علاوه ميجر جنرل احمد شريف د کالعدم تحريک طالبان پاکستان په اړه پاليسي واضحه کړه او وې وئيل چې هيڅ ډلې يا ترهګرې ډلې ته د ودې اجازه نه شي ورکولې، د حکومت رټ به په هر صورت قائم وي.
ياده دي وي چي تيره ورځ په بنو کښي د سي ټي ډي په کمپاؤنډ باندي ترهګرو حمله کړي وه او اهلکار يرغمال کړي وو چي پکښي سکيورټي فورسز عمليات کړي وو۔




