د امریکا د کانګرس غړي انډي لیوین ویلي چې هند د سیکولر ډیموکراسۍ پر ځای د هندو ملتپاله دولت په توګه له خطر سره مخامخ دی.

0
76

باغی ټي وي رپورټ
د امریکا د کانګرس غړي انډي لیوین ویلي چې هند د سیکولر ډیموکراسۍ پر ځای د هندو ملتپاله دولت په توګه له خطر سره مخامخ دی.

د يو بهرني خبري اژانس د رپورټ له مخې د امريکې د استازو په مجلس کې د وينا پر مهال انډي ليوين وويل چې په هند کې د مسلمانانو، هندوانو، عيسويانو او نورو عقايدو د حقونو ساتنه بايد وشي.

انډي لیوین تر دې مخکې هم د کشمیر په حق کې یوه بیانیه ورکړې وه او ویلي یې وو چې نړۍ باید پام وکړي چې په کشمیر کې څه روان دي.

هغه وویل چې کشمیر په خبر کې نه دی بلکې دا د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي د بشري حقونو او ډیموکراسۍ په برخه کې د هند په غلطه لاره د څه ډول یوه بیلګه ده.

Leave a reply