کابل پولیسو په دغه ولایت کې د شرابو دوه فابریکې کشف او ضبط کړې دي
کابل پولیسو په دغه ولایت کې د شرابو دوه فابریکې کشف او ضبط کړې دي
د کابل پولیسو په دغه ولایت کې د شرابو دوه فابریکې کشف او ضبط کړې دي. د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې له کابل ښار څخه د شرابو دوه فابریکې، یو کیلو پوډر او دوه عرادې موټر نیولي دي.
(2022 / 12 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د کابل پولیسو په دغه ولایت کې د شرابو دوه فابریکې کشف او ضبط کړې دي. د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې له کابل ښار څخه د شرابو دوه فابریکې، یو کیلو پوډر او دوه عرادې موټر نیولي دي.
د کابل پولیس زیاتوي چې د دې پېښې په تړاو یې پنځه تنه قاچاق وړونکي نیولي دي. دغه عمليات د کابل ښار د څلورمې، لسمې او ١٧مې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې ترسره شوي او د نيول شويو کسانو دوسيې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي.
اړوند موضوعات:
پولیس کابل دو کارخانه تولید شراب را در این ولایت کشف و ضبط کرد
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د کابل ولایت شهري محکمې د شرابو د پلور او پېر په تور څو تنه په تعذیري دورو هم وهلي ؤ.