مونږ پاکستان کښې د کرکټ د بیا ژوندي کولو لپاره وینه ورکړې ده ، پېښور به ډېر زر د نړیوالو سیالیو کوربه وي: کامران بنګش

باغی ټي وي رپورټ
د پېښور په اړه د پاکستان کرېکټ بورډ (پي سي بي) چيئرمېن رميز راجا د بيان په غبرګون د خېبرپښتونخوا صوبايي وزير کامران بنګش وئيلي دي چې د الفاظو په خوښولو کښې او بیا په ځانګړې توګه هغه وخت مهم دی کله چې هغه الفاظ د پي سي بي یو چيئرمين وي . د پي سي بی چیرمین رمیز راجه د پیښور په اړه یو ډیر لانجمن بیا کړې وو، رمیز راجه ویلي وو چې پيښور نړیوال د کرکټ لوبغاړو لپاره سور بیرغ دې چې معنی ده چې پیښور کښې د خراب امنتي حالت له وجهې هغوی نه شوی کولې په پیښور کښې د سیالیو کولو لپاره راشي.
کامران بنګش وویل چې مونږ په پاکستان کې د کرکټ د بیا ژوندي کولو لپاره وینه توی کړې ده، پېښور به ډېر زر د نړیوالو سیالیو کوربه وي.
ياده دي وي چي د پي سي بي چيئرمين رمیز راجه په تيرو ورځو کښي پيښور د غربي لوبغاړو لپاره سور بيرغ اعلان کړے وو۔ د رمیز راجه دې بیان په اړه د خیبر پښتونخوا او دقبایلی سیمو لوبغاړو بیله بیل غبرګونو راپارولي وو او په رمیز راجه ی سختې نیوکې کړې وې.






