د هند حکومت په خوب اوده دې او چین د جګړې لپاره تیاری نیسي: د هند کانګرس مشر راهول ګاندهي

باغی ټي وي رپورټ
د هند د کانګریس مشر راهول ګاندهي ویلي چې چین جګړې ته تیار دی او د هند حکومت ویده دی.د هندي رسنیو له مخې، د هند جودو یاترا په مناسبت، راهول ګاندي په دې وروستیو کې د هند او چین د پوځونو تر منځ د نښتې په تناظر کې ویلي دي. د کانګرس مشر وویل چې هند د چین له خوا د جګړې ګواښ له پامه غورځوي.
راهول ګاندي ویلي چې چین جګړې ته تیار دی او د هند حکومت د دغه ګواښ له پامه غورځولو په خوب ویده دی، له بلې خوا د راهول ګاندي د څرګندونو په اړه د هند واکمن ګوند بي جي پي د کانګرس مشر د پوځ د مورال په ټیټولو تورن کړ.






