الکوزی: اقتصادي وضعیت به بېرته خپل عادي حالت ته را وګرځي

الکوزی: اقتصادي وضعیت به بېرته خپل عادي حالت ته را وګرځي
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی په هېواد کې اقتصادي ستونزې، په ځانګړې توګه د اړینو لومړنیو توکو بیو لوړېدل د اندېښنې وړ بولي خو ډاډ ورکوي چې له بېلابېلو بنسټونو سره کار کوي څو د هېواد اقتصادي وضعیت بېرته خپل عادي حالت ته را وګرځي.
(2021 / 10 / 1 نېټه باغي ټلویزیون)
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی په هېواد کې اقتصادي ستونزې، په ځانګړې توګه د اړینو لومړنیو توکو بیو لوړېدل د اندېښنې وړ بولي خو ډاډ ورکوي چې له بېلابېلو بنسټونو سره کار کوي څو د هېواد اقتصادي وضعیت بېرته خپل عادي حالت ته را وګرځي.
الکوزي وویل د پخواني نظام له سقوط وروسته هېواد د ګډوډیو لور ته ولاړ، ټولې برخې زیانمنې شوې او په دې کې د هېواد اقتصادي وضعیت هم شامل دی.
هغه وايي، د افغانستان د پیسو کنګل کېدل، د نړۍ د مرستو بندېدل، په صادراتو او وارداتو کې کموالی، د د بانکونو په ګډون د حکومتي او غیر حکومتي ادارو د کارونو درېدل او نور د هېواد په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي وضعیت بدې اغېزې وکړې.
د هغه په خبره، د افغانستان او صادروونکو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو تړونونو د وخت بشپړېدو په دلیل د ډېری وارداتي توکو کچه راټیټه شوه چې د بیو په لوړېدو کې یې عمده رول لرلی دی.






