وزيراعظم شهباز شريف د تحريک انصاف په ضد د جارحانه تګلارې عملی کولو لارښوونه کړي ده
باغی ټي وي رپورټ
اسلام آباد: وزيراعظم شهباز شريف د تحريک انصاف په ضد د جارحانه تګلارې جوړولو هدايات کړي دي۔ دوزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ کې دحکومتي بيانيې په اړه يوه غونډه وشوه چې پکې وفاقي وزيرانو اؤ خصوصي معاونانو برخه اخستې وه په کومه کې چې په حکومتي اؤ سياسي تګلاره خبرې اترې وشوې. وزيراعظم شهباز شريف د تحريک انصاف په ضد د جارحانه تګلارې جوړولو او په سوشل ميډيا هم د حکومت دريځ روښانه کولو هدايات کړي دي۔ په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د تحریک انصاف د حکومت نیمګړتیاوې به په ګوته کوي. وزيراعظم ووئيل د پي ټي آئي دورې اقتصادي نيمګړتياوې هم په ګوته كولې شي۔