د مسلم ليګ (ق) او پي ټي آئي مشرانو ترمينځه د وروستيو ملاقاتونو داخلي کيسه مخې ته راغلې ده

باغي ټي وي رپورټ
لاهور: د مسلم ليګ (ق) او پي ټي آئي مشرانو ترمينځه د وروستيو ملاقاتونو داخلي کيسه مخې ته راغلې ده۔
دسرچينو له مخې پي ټي ائي او ق ليگ په راتلونکي کې دګډ کار کولو په پلان جوړولو بوخت دي، په دې لړ کې د مونس الهي او عمران خان وروستو دوه ملاقاتونه هم شوي دي.
سرچينې وائي مسلم ليگ(ق) خپل جدا تشخص برقرار ساتلو سره په انتخابي سياست کې د پي ټي ائي سره چليدل غواړي، مسلم ليگ (ق) د انتخابي سيټ سمون غواړي او دواړه گوندونه د يو بل سره تلو ته تيار دي.
سرچينې وائي چې مونس الٰهي عمران خان ته دپروېز الهي له لوري پيغام ورکړى ؤ چې دا وخت داسمبلۍ دتړلو لپاره مناسب نۀ دى، مونس الهي عمران خان ته باور ورکړى چې هغه به کله چې وغواړي اسمبلۍ به منحل کوي، خو ق ليگ په دې نظر ده. په حوزو کې پرمختيايي کارونه روان دي، اکثريت غړي هم غواړي چې اسمبلۍ دې څه موده وروسته منحل شي. دسرچينو ترمخه مونس الٰهي دپروېز الهي په پيغام کې عمران خان ته وئيلي شوي دي چې اختيارات تاسو ته سپارل شوي دي، اخري فيصله به تاسو کوئ. سرچينې وائي مونس الٰهي عمران خان ته وئيلي وؤ چې د اسمبلۍ زر منحل کولو پس دپي ډي ايم لخوا غچ اخستل کيدى شي.






