پاک افغان پوله چمن باندې د پاکستان او افغانستان سرحدي ځواکونو تر منځ اوربند شوی دی.

0
173

باغی ټي وي رپورټ
پاک افغان پوله چمن باندې د پاکستان او افغانستان سرحدي ځواکونو تر منځ اوربند شوی دی.

د امنیتي چارواکو په وینا له اوربند وروسته د دوه اړخیزه سوداګرۍ او پیاده تګ راتګ لپاره اړیکي بېرته عادي شوي او د ګمرکونو سوداګریز فعالیتونه هم روان دي.

امنیتي چارواکي وايي، د چمن پولې ته څېرمه سیمو کې ژوند عادي حالت ته راګرځېدلی، خو د هر ډول بېړني حالت د مخنیوي لپاره امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
ياده دې وي چې تېره ورځ هم د چمن پر پوله د پاکستاني او افغان ځواکونو تر منځ د ډزو تبادله شوې وه، چې افغان ځواکونو د پاکستان پر ملکي وګړو د هاوان مرمۍ او توپخانې ډزې کړې وې، چې له امله يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ٢٠ کسان ټپيان شوي وو. پاکستاني ځواکونو هم سخت غبرګون وښود او ځوابي ډزې ی وکړې.

Leave a reply