په پاک افغان پوله د پاکستاني او افغان ځواکونو ترمينځ نښته شوې ده ، افغا ن لوري ډزو باندې د ښځو په شمول لس کسان ژوبل شوي دي

0
217

باغي ټي وي رپورټ
کوټه، چمن: په پاک افغان پوله د پاکستاني او افغان ځواکونو ترمينځ نښته شوې ده چې پکې د ښځو په شمول لس کسان ژوبل شوي دي.

د پاکستان امنیتي چارواکي وايي، د شیخ لعل محمد په کلي کې د پاکستاني او افغان سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته شوې، چې د افغان ځواکونو له لوري یو ځل بیا پاکستاني ملکي وګړي په نښه شوي دي.
د ليويز چارواکو وينا ده چې د بوګرا اورکسټم هاؤس سيمه کښې د توپونو څو ګولۍ داغلي شوي دي چې له وجې ښاريانو ته د مال روډ، بوګرا روډ، باي پاس او بارډر روډ خالي کولو هدايات شوي دي او ډي ايچ کيو هسپتال چمن کښې ايمرجنسي نافذ کړې شوې ده۔

چارواکي وايي، پاکستاني ځواکونو هم د افغان ځواکونو پر وړاندې سخت ځوابي ډزې کړې او درنې توپخانې یې کارولي دي.
د چارواکو په وینا، د شیخ لعل محمد په سکټور کې د یوې کشتۍ د ترمیم پر سر د افغان ځواکونو له مداخلې وروسته نښته پیل شوه، چې په ترڅ کې یې د لویې لارې په اوږدو کې د یوې مرمۍ د لګېدو له امله یو موټر سایکل سپاره ټپي او د دوو مېرمنو په ګډون ۱۰ تنه ټپیان شول. په کورونو د څو مرمیو د لګیدو له امله ټپیان شول.

دپوليسو ترمخه په سيمه کې دتاؤتريخوالي له امله په بارډر روډ، مال روډ اؤ بوگرا روډ سخت ټريفک جام دى اؤ دکراچۍ کسټم هاوس اؤ دکراچۍ کوچ ټرمينل خالي کړل شوى دى.

د يادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې هم افغان ځواکونو په چمن کې پولې ته څېرمه پر ملکي وګړو ډزې کړې وې، چې په پايله کې يې شپږ پاکستاني ملکي وګړي وژل شوي وو.

Leave a reply