ټاکل شوې راتلونکې اونۍ امریکا ته یو ځل بیا د افغانانو د لېږد بهیر پیل شي

0
88

ټاکل شوې راتلونکې اونۍ یو ځل بیا امریکا ته د افغانانو د لېږد بهیر پیل شي

وروسته تر هغه چې طالبان په ټول افغانستان واکمن شول امریکا کابو یو لک و شل زره افغانان له افغانستان څخه وویستل چې ځینې یې امریکا ته ولېږدول شول او ځینې نور یې د امریکا په نظامي هډو کې لا هم ساتل کېږي.

 

 

(2021 / 10 / 1  نېټه باغي ټلویزیون)

وروسته تر هغه چې طالبان په ټول افغانستان واکمن شول امریکا کابو یو لک و شل زره افغانان له افغانستان څخه وویستل چې ځینې یې امریکا ته ولېږدول شول او ځینې نور یې د امریکا په نظامي هډو کې لا هم ساتل کېږي.

یو شمېر افغانان چې لا هم د قطر او یو شمېر نورو نظامي هډو کې ساتل کېږي لامل یې دغو افغانانو کې د شري ناروغي ګډېدل ؤ.

ویل کېږي چې اوس دغه ناروغي په افغانانو کې ورکه شوې او ډېر ژر به بیا د افغانانو لېږد امریکا ته پیل شي.

د امریکا د شمالي قومندانۍ قومندان جنرال کلن هیرک وای وايي چې دا مهال ۱۴ زره افغانانو په بهر ملکونو کې انتظار باسي چې امریکا ته یوړل شي او کابو ۵۳ زره افغانانو اوس د امریکا مختلفو آیالاتو ته وړل شوي دي.

راپورونه وايي چې د ۴۰۰۰۰ افغانانو د صحي معاینات او نور آزمایشونه شوی دي او امریکا کې د ژوند کولو پر شرایطو برابر دي.

 تر دې وړاندې کاناډا هم ویلي ؤ چې د افغان مهاجرو شمېر به ډېروي او ټاکل شوې نور افغانان هم دغه هېواد ته وروغواړي.

Leave a reply