د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار وئيلي دي چې مونږ ته به د تيلو په نرخونو کښې د 50 روپو لیوي لګولو لپاره د آئي ايم ايف سره په تيرو وختونو کښې کړې وعده پوره کول وی.

0
155

باغي ټي وي رپورټ
د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار وئيلي دي چې مونږ ته به د تيلو په نرخونو کښې د 50 روپو لیوي لګولو لپاره د آئي ايم ايف سره په تيرو وختونو کښې کړې وعده پوره کول وی.

نن د جيو نيوز پروګرام کښې شاهزيب خانزاده سره خبرو کښې اسحاق ډار وويل حکومت د تيلو په نرخونو هيڅ قسمه سيلز ټيکس نه دے لګولې ولي د تيلو په نرخونو د پنځوس روپو ليوي لګولو وعده به پوره کوو۔
د خزانې وزير اسحاق ډار وئيلي دي چې تر دې مهاله داسې پاليسۍ ده چې که د پټروليم مصنوعاتو نرخونه کم نه کړل شي نو نه زياتيږي او کوشش کوي چې روس څخه په تېل په 30 فيصده رعایت ترلاسه کړي په کومه چې دغه بنديز لگول شوی ؤ. له روسیې څخه ارزانه تیل اخیستل، هغې پای ته ورسوله. د ملک د ډیفالټ په اړه د پوښتنې په ځواب کې اسحاق ډار وویل د پاکستان د ډیفالټ هیڅ خطره نشته، د آئي ایم ایف نوې قسط لپاره ټولې معاملې بشپړې دي، سعودي عرب د پاکستان د مالي مرستې اعلان کړی دی.

Leave a reply