پاکستان ته راستنیدل،نوازشريف د وزيراعظم شهباز شريف، اسحاق ډار او ځينو نورو لخوا ګرین سيګنل ته په انتظار دې

0
171

باغی ټي وي رپورټ

د پاکستان د مسلم ليګ (ن) مشر او پخوانى وزيراعظم نوازشريف کله وطن ته ستنيږي؟ په دې اړه په مسلم ليګ (ن) کې بېلابېل نظرونه موجود دي، خو نوازشريف د وزيراعظم شهباز شريف، اسحاق ډار او ځينو نورو لخوا ګرین سيګنل ته په انتظار دې.

د ګوند جګپوړي سرچینې وايي، که چېرې اسمبلۍ منحل شي، نو نواز شریف به سمدستي بېرته هېواد ته راستون شي او د ټاکنیز کمپاین مشري به وکړي.

د نوازشريف د وطن واپسي په اړه د پارټۍ د مرکزي ورکنګ کميټۍ کومه غونډه هم نه ده شوې او نه هم په دې اړه د کوم ګوند په اعلی سطحه کومه مشاورتي غونډه شوې ده. د دې یو اړخ دا دی چې هېواد ته د ستنېدو وروستۍ پرېکړه به نواز شریف پخپله کوي، عمومي نظر دا دی چې نوموړی به د ۲۰۲۳ کال په جنورۍ کې هېواد ته راستون شي، له مریم نواز سره به هم لیده کاته کېږي، خو د ګوند ځینې غړي د داسې نظریو ملاتړ هم کوي. هغه کسان چې وايي د راستنیدو وخت باید په ډیر غور سره پریکړه وشي.

یو فکر دا دی چې د هغه په ​​راتګ سره به مسلم لیګ (ن) نور هم قوي او ځواکمن شي. په ګوند کې به نوی ژوند پیدا شي. نواز شریف به وکولای شي چې د ګوند کم شوی شهرت بیرته راولي او عمران خان هم هغه مشران لري چې په سیاسي ډګر کې سیالي کولای شي. نواز شریف د دې وړتیا لري چې راشي او له ډېرو ستونزو سره لاس او ګریوان شي.

Leave a reply