چین له خپلو اتباعو غوښتي چې سمدستي له افغانستانه ووځي

د چین د بهرنیو چارو وزارت د ا.ا. له حکومت څخه د دغه برید د عاملینو او پلان جوړونکو د سزا غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې باید د چینايي موسسو او اتباعو امنیت تامین شي.
دغه راز په کابل کې د چین سفارت ویلي، چې په کابل کې د دوشنبې د ورځې پېښه پکې څو چینايي اتباع ټپیان شول، له نږدې به یې پلټنه وکړي.
(2022 / 12 / 14 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
وروسته له هغه چې بریدګرو په کابل ښار کې پر یوه مېلمستون برید وکړ چې پکې چینايي اتباع اوسېدل، د چین د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې له خپلو اتباعو غوښتي چې د امنیتي وضعیت له امله له دغه هېواده ووځي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت د ا.ا. له حکومت څخه د دغه برید د عاملینو او پلان جوړونکو د سزا غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې باید د چینايي موسسو او اتباعو امنیت تامین شي.
اړوند موضوعات:
اسلامي امارت: کابل شهرنو کې پر یو هوټل برید د بریدګرو پر وژلو پای ته رسیدلی.