په خېبرپښتونخوا کښې د ايف آئي اے د کمرشل بنکنګ سرکل او حساس ادارو د کرنسۍ په غيرقانوني تجارت او د کرنسۍ اسمگلنګ کښې د ککړو کسانو خلاف کاروائي ګړندۍ کړې ده۔

باغي ټي وي رپورټ
په خېبرپښتونخوا کښې د ايف آئي اے د کمرشل بنکنګ سرکل او حساس ادارو د کرنسۍ په غيرقانوني تجارت او د کرنسۍ اسمگلنګ کښې د ککړو کسانو خلاف کاروائي ګړندۍ کړې ده۔ پيښور کښي روانه هفته مختلف کارروائيو کښي اووه شکمن کسان ګرفتار کړي شوي او د دوه کروړه روپو کورنی او بهرنۍ کرنسی برآمد کړی شوی دی ولی روان کال په زرګونو ډالر هم برآمد کړی شوی دی. د يوې هفتې په مهال ايف آئي اے د پيښور په چوک يادګار کښې چې د هنډي کوټېنګ مرکز ګڼل کيدې شپږ چاپې کړي او د 32 دوکانونو په شمول 4 پلازې يې سيل کړې دي چې پکښې د کروړونو روپو ملکې او بهرنۍ کرنسۍ برآمد شوې دي.
ډپټي ډائريکټر کمرشل بينکنګ سرکل افضل خان نيازي وئيلي دي چي روانه مياشت ئي صوبي کښي د لاسي اسمگلنګ کښي ککړ 42 شکمن کسان ګرفتار کړي شوي دي چي پکښي 17 کروړه روپئ برآمد شوي دي چي پکښي برآمد شوي کرنسئ کښي د زرګونو امريکي ډالرو او سعودي ريال شامل دي۔ ده زياته کړه چې ايف آئي اے د خېبرپښتونخوا يو ښار هم نه دې پريښودې چرته چې د هنډي حوالې او کرنسۍ په غيرقانوني اسمگلنګ کښې د ککړو کسانو خلاف مقدمې درج کړې شوې نه دي۔ افضل خان نيازي زياته کړه چې سږ کال د پيښور چوک يادګار کې 50 ايف آئي آر درج شوي او په ټوله صوبه کې 262 ايف آئي آر درج شوي او د 43 افغانانو په ګډون 305 کسان نيول شوي دي. د نیول شوو ملزمانو نه په مجموعي توګه 66 کروړه 60 لاکه روپۍ ترلاسه شوي دي




