حکومت طارق فاطمي د لومړي وزیر شهباز شریف ځانګړی مرستیال ټاکلی دی

باغي ټي وي رپورټ
اسلام اباد: حکومت طارق فاطمي د لومړي وزیر ځانګړی مرستیال ټاکلی دی.
طارق فاطمي د وزیراعظم خاص مرستیال ټاکلی شوی چې له مخې به هغه د وزیراعظم شهباز شریف د رابطې لپاره خاص معاون وي.
د نوټيفيکيشن له مخې وزيراعظم د طارق فاطمي د تقرر منظوري وركړې او د هغه مقام به د وزير اعلې په مساوي وي۔
د يادونې وړ ده، چې طارق فاطمي تر دې وړاندې په اوسني حکومت کې د بهرنيو چارو لپاره د لومړي وزير د ځانګړي مرستيال په توګه ټاکل شوى و، خو تېره ورځ له نوموړي څخه دغه دنده بېرته واخيستل شوه.
د دې نه علاوه طارق فاطمي د پخواني وزیراعظم نواز شریف خاص مرستیال هم پاتې شوی دی






