ظریفه یعقوبي د ا.ا. له بنده خوشې شوې؛ خو د همکارانو یې لا هم برخلیک ندی معلوم

ظریفه یعقوبي د ا.ا. له بنده خوشې شوې؛ خو د همکارانو یې لا هم برخلیک ندی معلوم
مېرمن يعقوبي شاوخوا دوه مياشتې مخکې د کابل په لوېديځ کې د يوې خبري غونډې پر مهال نيول شوې وه او نن د دوشنبې په ورځ د قوس په ٢١مه خوشې شوه. د مېرمن يعقوبي ملګرې چې له هغې سره يو ځاى نيول شوې دي څلور تنه دي او ورپسې فرحت پوپلزي او حميرا يوسف هم نيول شوي دي.
(2022 / 12 / 12 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ښځو د حقونو فعاله ظریفه یعقوبي چې څه موده وړاندې د کابل په لویدیځ کې د یوې خبري غونډې پر مهال له خپلو څلورو همکارانو سره نیول شوې وه، خوشې شوې ده.
ځینو سرچینو رسنیو سره په خبرو کې د ظریفې یعقوبي خوشي کېدل تایید کړي، خو د فرحت پوپلزي او حمیرا یوسف په ګډون د هغې د همکارانو د برخلیک په اړه څه نه دي ویل شوي او ویل کېږي چې دوی لا هم په بند کې دي.
اړوند موضوعات:
په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیر د ظریفه یعقوبي د خوشې کیدو غوښتنه وکړه