د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ویلي دي چې افغان حکومت دې ډاډ ورکړي چې په راتلونکي کې داسې پېښې مخې ته را نه شي

0
174

باغی ټي وی رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف د افغان پوله ساتو ځواکونو لخوا د پاکستاني وګړو په ضد د ډزو غندنه کړې ده۔

وزيراعظم شهباز شريف په سوشل ميډيا په خپل يو بيان کې وئيلي دي چې په چمن سيمه کې دافغان سرحدي ځواکونو له لوري دچاودنې اؤ ډزو له امله گڼ شمير پاکستاني اتباع وژل شوي اؤ تر سلو زيات ژوبل شوي دي.
شهباز شریف زیاته کړه چې د افغان پوله ساتو ځواکونو له خوا پر پاکستاني اتباعو د توپونو ډزې او ډزې د غندنې وړ دي، افغان حکومت باید ډاډ ورکړي چې په راتلونکي کې دا ډول پېښې مخې ته را نه شي.
د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ هم افغان ځواکونو په چمن کې پر پاکستاني پوځيانو بې پيلوټه ډزې کړې وې، چې له امله يې شپږ پاکستانيان شهيدان او ١٢ نور ټپيان شوي وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه د افغان چارواکو په وړاندې سخت احتجاج ثبت کړی او افغان چارواکو د پېښې د بشپړې څېړنې ډاډ ورکړی دی.

Leave a reply