نن ماښام د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر کابل کې د بهرنیو سفارت حانو استازو ته مېلمستیا کړې وه

0
100

نن ماښام د ا.ا.ا سرپرست وزیر کابل کې د بهرنیو سفارت خانو استازو ته مېلمستیا کړې وه

نن ماښام د ا.ا.ا سرپرست وزیر امیرخان متقي او د رئیس الوزرا لومړي معاون ملا برادر افغانستان کې د بهر مېشتو سفارت خانو استازو ته مېلمستیا کړې وه.

 

 

(2021 / 9 / 30  نېټه باغي ټلویزیون)

نن ماښام د ا.ا.ا سرپرست وزیر امیرخان متقي او د رئیس الوزرا لومړي معاون ملا برادر افغانستان کې د بهر مېشتو سفارت خانو استازو ته مېلمستیا کړې وه.

دغه مېلمستیا چې نن ماښام د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت کې نیول شوې وه په سرکې ټولو ګډونوالو ته د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي وینا وکړه.

نوموړي د وینا پر مهال ټولو د سفارت خانو استازو، د یوناما مشرې او نورو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او شکر یې اداء کړ چې په یوه ډاډمنه فضاء کې دوی ټول سره په یوه دسترخوان د مېلمستیا لپاره راټولېږي.

ښاغلي متقي د بهرنیو سفارتو له استازو او د یوناما له مشرې مننه وکړه چې په سختو شرایطو کې یې افغانستان یوازې پرېښنود او د دومره لوی تحول باوجود دوی دلته خپل ماموریت ته دوام ورکړ. د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي همدا راز ټولو بهرنیو سفارتونو او د یوناما مشرې ته د امنیت او دوی سره د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

ښاغلي متقي زیاته کړه چې سره له دومره لوی تحول معلومېږي چې نړۍ د ا.ا.ا باندې باور لرې او د ا.ا خپلو ژمنړ او نړۍ سره اړیکو ته ژمن دی.

نوموړي همدا راز وویل چې له تېرو څلوېښتو کلونو را پدېخوا افغانستان کې مختلفو هېوادونو لاس وهنې کولې او اشغال ؤ، ځکه خو افغانستان هېڅ راز  پرمختګ ندی کړی؛ دۀ هیله څرګنده کړې چې اوس د اشغال له خاتمې او د ا.ا.ا د حکومت له پیل سره افغانستان د بهرنیو ملګرو هېوادونو په مرسته پرمختګ کوي او نړۍ سره به سیال او ښۀ راوبط ساتي.

دۀ همدا راز وویل چې دوی نړۍ سره د متقابل احترام او ښو اړیکو غوښتونکي دي، نوموړي همدا راز یو ځل بیا ټولې نړۍ ته ډاډ ورکړ چې د ا.ا.ا به هېڅکله چاته دا اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره څوک د بل هېواد په ضد استعمال کړي.

نوموړي همداراز د کاسا ۱۰۰۰ او ټاپي پروژو د بشپړېدو په هکله هم ډاډ ورکړ او ویې ویل چې اوس د  ښه امینت په درلودلو سره وخت رارسېدلی چې دغه پروژې ژر پیل او سرته ورسېږي.

په پای کې یو ځل بیا ښاغلي متقي له ټولو هغو هېوادو مننه وکړه چې په دې سخت وخت کې یې افعانستان سره خپل روابط  وساتل او دغۀ هېواد سره یې بشرې مرستې وکړې.

دغه مېلمستیا او مجلس په داسې وخت کې ترسره کېږي چې کابو یوه نیمه میاشت کېږي طالبان په ټول افغانستان واکمن دي؛ خو لا هم هېڅ هېواد ندی حاضر شوی چې دوی په رسمیت وپېژني.

Leave a reply