پاکستان د افغان سرحدي ځواکونو له خوا په چمن کې پر ملکي وګړو برید او ډزې غندلي دي

0
146

باغی ټي وي رپورټ
پاکستان د افغان سرحدي ځواکونو له خوا په چمن کې پر ملکي وګړو د ډزو غندنه کړې ده.

تېره ورځ هم په چمن کې پر ملکي وګړو د افغان سرحدي ځواکونو د بې پيلوټه ډزو له امله شپږ پاکستاني ملکي وګړي وژل شوي او ١٧ نور ټپيان دي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند د پېښې غندنه کړې او ويلي يې دي، چې دغه بدمرغه پېښې د دواړو هېوادونو د ورورولۍ اړيکې سره سمون نه لري او له افغان چارواکو يې غوښتي، چې د دغه ډول پېښو د مسوولينو پر ضد دې اقدام وکړي.
د خارجه دفتر وياند وئيلي دي چې په پوله د وګړو حفاظت د دواړو غاړو ذمه واري ده، پاک افغان چارواکي د حالاتو د خرابېدو مخنيوي لپاره په اړیکه کښې دي۔

Leave a reply