د پيښور خوراک محکمي په چارسده روډ باندي د حکومتي اوړو نه ډک فلائنګ کوچ نیولې دې، دا سرکاري اوړه ی ذخیره کول یا په بازار کښې خرڅول

باغی ټي وي رپورټ
د پيښور خوراک محکمي په چارسده روډ باندي د حکومتي اوړو نه ډک فلائنګ کوچ قبضه کړي او نیولې دې کوم چي د ذخيره کولو یا د خرڅولو مقصد لپاره وړل کيدل۔
د خوراک د څانګې مشر ریحان ګل خټک وینا ده چې دوی ته داسې معلومات ترلاسه شوي وو چې د پنجاب نه حکومتي د سبسډي اوړه د ذخیرې لپاره لیږدول کیږي.
په کومه کې چې یو فلاینګ کوچ ودرول شو او د تالاشۍ پر مهال ترې ۲۵۸ بورۍ اوړه ترلاسه شول. وروسته دپوليسو تر څارنې لاندې نيول شوي اوړه په رسمي نرخ د ناګمان په ځايي غريبو خلکو وويشل شول چې په ترڅ کې د داوودزي پوليسو د تورنو کسانو په ضد مقدمه درج کړې او په توقيف کې يې اچولي دي. د خوراکي توکو ډائريکټر وويل د عمده پلورونکو او ذخيره کوونکو پر ضد به عمليات دوام ولري.






