امتیاز شیخ، سندهه د انرژۍ وزیر ادعا کړې چې تحریک انصاف د داخلي انتشار له امله د پای ته رسیدو په حال کې ده

باغی ټي وي رپورټ
کراچۍ: د سند د انرژۍ وزیر امتیاز شیخ ادعا کړې چې تحریک انصاف د داخلي انتشار له امله د پای ته رسیدو په حال کې ده.
ميډيا سره خبرو کښې امتياز شيخ اوويل چې د وخت په تيريدو سره د عمران خان دروغ، سازشي داستان او کرپشن په ډاګه کيږي۔
ده ووئيل چې په ټاكل شوي وخت عام ټاكنې كېږي نو پي ټي آئي ته خپله ماتې په ډاګيزه توګه ويني، د پنجاب او خېبرپښتونخوا اسمبلئ ماتولو داستان هم د لانګ مارچ او دھرنې په څېر مات شوے۔
د سندهـ د انرژۍ وزیر امتیاز شیخ ادعا کړې، چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د داخلي کړکېچ له کبله د ختمېدو په حال کې دی.
امتياز شيخ وويل د پنجاب وزيراعلي به هيڅکله د اسمبلۍ د منحلولو فيصله نه کوي، اسمبلۍ به د آئين او قانون مطابق خپله موده پوره کوي.
هغه زياته کړه، فواد چوهدري او نور د پي ټي ايي د ډوبې شوې بېړۍ د ژغورلو هڅې کوي.





