عمران خان دې اغه دغه پریږدی، اسمبلي دې ماته کړی،بیا ټاکنو ته چمتو یو، رانا ثناالله

0
164

باغی ټي وي رپورټ
د داخله چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله وئيلي دي چې پخوانې وزيراعظم عمران خان دې اغه دغه پريږدي ،اسمبلۍ دې منحل کړي نو مونږ انتخاباتو ته تيار يو۔ خپل بيان کښې رانا ثنا وويل چې عام انتخابات به د راتلونکي کال په اکتوبر مياشت کښې کيږي، که چرې خيبرپښتونخوا او پنجاب اسمبلۍ ماته شوه نو په ۹۰ ورځو کښې به د هغوي انتخابات کيږي. ده ووئيل عمران خانه ما ستا سو څومره انتظار وكړو خو ته نه راغلې، تا په اسلام آباد كښې غونډه هم ونه كړه او راولپنډۍ ته لاړې۔
رانا ثناءالله عمران خان ته چيلنج ورکړ چې زما چيلنج ومنئ، که هغه ووځي، اسمبلۍ مات کړئ، راتلونکې ټاکنې پرېږدئ او په هغه کې پرېکړه وکړئ، په پنجاب کې به له بشپړې ماتې سره مخ شئ او د پټېدو ځای به ونه مومي.
هغه وويل اوس ددې وخت ضرورت دى چې داقتصادي چارټر جوړ کړل شي، شهباز شريف دپاکستان لپاره دټولو سره ناستو ته تيار دى. ده وويل چې د نواز شريف هرکلي ته تياريانې پيل شوي، نواز شريف به د ټاکنو له اعلان سره سم پاکستان ته راشي

Leave a reply