د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وایی چې هند د مذهبي ازادۍ حق تر پښو لاندې کوي او په پاکستان کښې هم ترهګري خپروي

باغی ټي وي رپورټ
پاکستان یو ځل بیا له افغان حکومته غوښتي چې د پاکستان پر سفارت برید کوونکي په اړه دې عدالت د انصاف پریکړه وکړي.
د خارجه دفتر وياند ممتاز بلوچ اونيزه بريفنګ کښې وئيلي دي چې هندوستان مذهبي ازادۍ تر پښو لاندې کوي، هندوستان په لوبو کښې سياست راولي، هندوستان د پاکستان نابينا ټيم ته د ويزو ورکولو نه انکار کولو سره په ورلډکپ کښې د پاکستاني ټيم ګډون رد کړے دے۔
ده ووئيل د مذهبي ازادۍ په فهرست كښې د پاكستان شاملولو امريكې پرېكړه مايوسه كړې او هند په فهرست كښې نه شاملولو سره تبعيضي چلند كوي٬ د امريكې كمېشن له سفارش سره سره هم هند په فهرست كښې شامل نه كړے شو۔
ممتاز بلوچ وويل چې امريکا د کالعدم تنظيمونو په اړه تورونه ردوي، پاکستان له ډېرې مودې راهيسې له ترهګرۍ سره مخ دی، پاکستان له ترهګرۍ ځپلی هېواد دی، پاکستان له سترو تلفاتو سره مخ دی او هند په پاکستان کې په ترهګرۍ کې لاس لري.
په افغانستان او پاکستان کې د ترهګرو د پټنځایونو په اړه د امریکا د څرګندونو په غبرګون کې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې په پاکستان کې د ترهګرو لپاره خوندي ځالې نشته، هند په پاکستان کې په دولتي ترهګرۍ کې لاس لري او نړیواله ټولنه د هند دولتي ترهګري نوټس واخلي.
په بريفنګ کې د خارجه دفتر وياند وويل چې په کابل کې د پاکستان په سفارت بريد د اندېښنې وړ دی، پاکستان افغانستان ته له خپلو اندېښنو خبر کړی دی، د بهرنيو چارو وزيرې حنا رباني کهر افغانستان ته د سفر پر مهال افغان چارواکو ته د خپلو اندېښنو په اړه معلومات ورکړل.
………………….





