لاهور هائي کورټ د سيفر آډيو ليک په مقدمه کې د عمران خان د راغوښتلو په اړه د ايف آئي اے د نوټس عملي کول ودرولي دي.

0
47

باغي ټي وي رپورټ
لاهور هائي کورټ د سيفر آډيو ليک په مقدمه کې د عمران خان د راغوښتلو په اړه د ايف آئي اے د نوټس عملي کول ودرولي دي.
د لاهور هائي کورټ جسټس اسجد جاويد غروال د سيفر آډيو ليک سکينډل کښې د عمران خان د سمن په ضد د درخواست سماعت کړے دے په کوم کښې چې د عمران خان وکيل دليل ورکړو چې د ايف آئي اے په نوټس کښې دا نه دي ويل شوي چې هغه د ملزم يا ګواه په توګه احضار کړے شوے دے۔.
په دې اړه جسټس اسجد جاوید پوښتنه وکړه چې ایا دا پوښتنه شوې چې دا آډیو څنګه لیک شوه؟ په دې اړه وکیل وویل چې معلومه نه ده چې دا آډیو څنګه لیک شوې ده. عدالت ویلي د دې پېښې پلټنه باید وشي چې ایا په آډیو لیک کې په انکوائري کې هر څوک شامل وو او یا یوازې عمران خان ترې پوښتنې ګروېږنې کیږي. د عمران خان وکيل دريځ خپل کړو چې ايف آئي اے د سياسي انګيزو مقدمو لپاره استعماليږي نو دا نوټس دې معطل کړې شي۔

عدالت پوښتنه وکړه چې آيا ايف آئي اے نوټس جاري کولى شي، د عمران خان وکيل وويل چې ايف آئي اے نوټس نۀ شي جاري کولى په داسې حال کې چې د وفاقي حکومت وکيل وويل چې ايف آئي اے دې احضار کړل شي. ورسته عدالت د سيفر آډيو ليک مسئلې په اړه د عمران خان د سمن په اړه د ايف آئي اے په نوټس باندې عمل درآمد ځنډولې او ايف آئي اے ته ئي نوټس جاري کولو سره سماعت تر 19 دسمبر پورې ځنډولې دې۔

Leave a reply